ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د لوی اختر په ورځو کې نږدې څلور میلیونو سیلانیانو د هېواد له تفریحي سیمو لیدنه کړې

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، د لوی اختر په ورځو کې نږدې څلور میلیونه کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د هېواد له بېلابېلو تفریحي سیمو، طبیعي جاذبو او تاریخي ځایونو څخه لیدنه کړې ده.

د دغه وزارت د ګرځندوی فعالیتونو د سمون ریاست د معلوماتو له مخې، ډېری سیلانیان هغو ولایتونو ته تللي چې مهمې طبیعي، تاریخي او فرهنګي جاذبې لري. د سیلانیانو د شمېر دغه زیاتوالی د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ بلل شوی دی.

د معلوماتو له مخې، د نویو سیاحتي سیمو معرفي، سیلانیانو ته د اسانتیاوو برابرول، د رغنیزو او بنسټیزو پروژو پلي کېدل او د ډاډمن امنیت شتون د ګرځندوی د ودې او د بهرنیو سیلانیانو د جذب مهم عوامل ګڼل کېږي.

یو شمېر سیلانیانو د خپلو سفرونو په اړه د خوښۍ څرګندونه کړې او د امنیت، نظم او د افغانانو د مېلمه‌پالنې ستاینه یې کړې ده.

د هغوی په وینا، د هېواد بېلابېل ولایتونه ځانګړې طبیعي ښکلاوې لري او سږکال یې سیاحتي سفرونه له پخوا ډېر خوندور او د یادونې وړ وو.

همدارنګه اطلاعاتو او کلتور وزارت له سیلانیانو غوښتي، چې د هېواد د بېلابېلو قومونو دودونو او فرهنګي ارزښتونو ته درناوی وکړي او د چاپېریال ساتنې، عامه ځایونو د پاک ساتلو او سیاحتي جاذبو د خوندي کولو په برخه کې له اړوندو ادارو سره همکاري وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د روان کال د کوچني اختر په ورځو کې هم له دوو میلیونو څخه زیاتو کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د هېواد له تفریحي سیمو او طبیعي جاذبو څخه لیدنه کړې وه.