د روسیې د المپیک کمېټې سرمنشي ویکتور بریزوف د روسیې په کوربتوب جوړ شوي نړیوال ورزشي فورم کې د افغانستان د ګډون له امله د هېواد د ورزش ادارې له عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق څخه ځانګړې مننه کړې او د روسیې د المپیک کمېټې ځانګړې ډالۍ یې ورته وړاندې کړې دي.
د افغانستان د ورزش ادارې د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې مولوي احمدالله وثیق د روسیې د کوربتوب ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې دا ډول نړیوالې ناستې د هېوادونو ترمنځ د ورزشي اړیکو د پیاوړتیا او د ورزش د ودې لپاره مهم رول لري.
د یادونې وړ ده، چې د روسیې په کوربتوب د المپیکي مېډال ګټونکو ځوانو ورزشکارانو د تشویق نړیوال فورم د دوو ورځو لپاره پیل شوی و. د دغه فورم موخه د ځوانو ورزشکارانو هڅونه، د هغوی ستاینه او سالمو سیالیو ته د هغوی هڅول بلل شوي دي.

