د پنج امو سیندیزې حوزې لوی رییس انجینر رفیع الله مجتبي او مل تخنیکي ټیم د کندوز په خان اباد ولسوالیو کې د خان اباد سربند د دروازو، د قرغز د کلي پلچک او د خان اباد د کیڼ کانال پروژو له چارو څخه د لیدنې پر مهال د یادو پروژو پر کیفیت ټينګار کړی او ویلي یې دي، چې د دې پروژو چارې ۶۰ سلنه بشپړې شوې او په نیږدې راتلونکې کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

نوموړي همدارنګه د په خان اباد ولسوالۍ کې د اوبو د تنظیم له ساحوي مدیریت څخه په لیدنه کې د دې مدیریت د کارکوونکو فعالیتونه ستایلي او د چارو د لا ښه سمبال په موخه یې لازمې سپارښتنې ورته کړې دي.