د امریکا پوځ ویلي، چې د هرمز تنګي پر سر د ایران څو بېپیلوټه الوتکو له نسکورولو وروسته، امریکايي ځواکونو د ایران پر ځینو ساحلي رادار او څارنیزو مرکزونو بریدونه کړي دي.
د رویټرز د راپور له مخې، د ایران څلور بېپیلوټه الوتکې، چې د واشنګټن په وینا د سیمې د سمندري لارو پر لور روانې وې، تعقیب او له منځه وړل شوي دي، له هغې وروسته امریکايي ځواکونو د ګوروک او قشم ټاپو په سیمو کې د ایران د څار مرکزونه په نښه کړي دي.

