ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

چین، هند او ایران د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان د ثبات او پرمختګ ملاتړ کړی

د چین، هند او ایران استازو د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې، د افغانستان د ثبات، اقتصادي پرمختګ او له نړیوالې ټولنې سره د تعامل پر اهمیت ټینګار کړی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د چین استازي فو کونګ ویلي، افغانستان په ټولیز ډول له ثبات څخه برخمن دی او له سیمې هېوادونو او نړیوالې ټولنې سره خپلې اړیکې پراخې کړې دي.

نوموړي ټینګار کړي، چې افغانستان د سیمه‌ییز ثبات او اقتصادي همکاریو په پیاوړتیا کې لا رغنده رول لوبوي.

دغه‌راز د چین استازي له افغانستان سره د دوامداره خبرو اترو او عملي تعامل پر اهمیت ټینګار کړی او د دوحې بهیر، د شانګهای همکارۍ سازمان او د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د همغږۍ له مېکانېزمونو څخه یې ملاتړ څرګند کړی دی.

ښاغلي فو کونګ د افغانستان د اقتصادي وضعیت او د خلکو د ژوند د ښه کېدو لپاره د روانو هڅو هرکلی کړی او یو ځل بیا یې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) له فعالیتونو څخه د خپل هېواد ملاتړ اعلان کړی دی.

د چین استازي زیاته کړې، چې نړیوالې همکارۍ او سیمه‌ییز مشارکتونه کولای شي افغانستان د دوامدارې پراختیا، اوږدمهاله ثبات او نړیوالې ټولنې ته د لا زیاتې ورګډېدنې په برخه کې مرسته وکړي.

همدارنګه هند د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افغانستان اړوند غونډه کې یو ځل بیا د دې هېواد د سولې، ثبات او پرمختګ پر ملاتړ خپله ژمنتیا تازه کړې ده.

د هند استازي د افغانستان له خلکو سره د نوي ډیلي تاریخي اړیکو ته په اشارې ویلي، د هند له لوري تمویل کېدونکې پراختیایي پروژې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې روانې دي.

 نوموړي زیاته کړې، چې هند په وروستیو کلونو کې افغانستان ته د غنمو، درملو، واکسینونو، مرستندویه تجهیزاتو او د روغتیا او زده‌کړو د برخو د ملاتړ په ګډون پراخې بشري مرستې برابرې کړې دي.

د هند استازي همدارنګه د روغتیا، د میندو او ماشومانو د درملنې مرکزونو، د ماشومانو د ملاتړ پروګرامونو او افغان محصلینو، ته د تحصیلي بورسونو د دوام خبر ورکړی.

نوموړي ویلي، چې هند به د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې کوربه وي او دغه‌راز ورزش یې د افغانانو ترمنځ د هیلو، یووالي او مثبتې روحیې د پیاوړتیا وسیله بللی دی.

دغه‌راز د هند استازي د سیمه‌ییزو همکاریو، سوداګرۍ پراختیا، بشري مرستو او د نړیوالې ټولنې د رغنده تعامل پر اهمیت هم ټینګار کړی او له یوناما څخه یې د ملاتړ ترڅنګ له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان له خلکو سره د یوه سوله‌ییز او هوسا راتلونکي لپاره همکاري وکړي.

ورته مهال د ایران استازي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان وروستیو مثبتو بدلونونو ته په اشارې د اقتصادي ثبات نښو او د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا لپاره د روانو هڅو هرکلی کړی دی.

دغه‌راز نوموړي د کوکنارو د کښت د پام وړ کمښت یو مهمه لاسته راوړنه بللې او ویلي یې دي، چې دا پرمختګ په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه مثبتې اغېزې لري.

ورته‌مهال د ایران استازي د افغانستان د اقتصادي ودې، پرمختګ او ثبات لپاره د نړیوالې ټولنې پر دوامدار تعامل او همکارۍ ټینګار کړی دی.

نوموړي د دوحې بهیر، د مسکو فارمټ او د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د همکاریو له چوکاټونو څخه د خپل هېواد ملاتړ اعلان کړی او دا یې د سولې، امنیت او دوامدار پرمختګ لپاره مهم بنسټونه بللي دي.

دغه‌راز د ایران استازي د یوناما د ماموریت د غځولو ملاتړ هم کړې او د خبرو اترو د اسانتیا، د نړیوالو مرستو د همغږۍ او نړیوالې ټولنې ته د افغانستان د بیا ورګډېدو په برخه کې یې د دې ادارې رول مهم بللی دی.

نوموړي په پای کې ټینګار کړی، چې ایران به د یوه باثباته، سوله‌ییز او هوسا افغانستان لپاره له سیمې هېوادونو، ملګرو ملتونو او نړیوالو شریکانو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

دغه‌راز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) سرپرست، جورجت ګانیون د امنیت شورا په ناسته کې ویلي، چې افغانستان د اوسني حاکمیت تر چتر لاندې باثباته دی، ځمکنی او اداري کنټرول تثبیت شوی او د حکومت پر وړاندې هېڅ وسله‌وال او سیاسي ننګونه شتون نه‌ لري.

نوموړي د افغانستان اقتصادي وضعیت ته په اشاره زیاته کړې، چې د دې هېواد اقتصادي وده په بشپړ ډول مثبته ده او په بنسټیزو زیربناوو کې د اوږدمهاله پانګونې له لارې مالي ثبات خوندي شوی دی.

د یوناما سرپرست دغه راز د افغانستان یوه مهمه لاسته‌راوړنه د نشه‌یي توکو د کښت نږدې بشپړ له منځه وړل یاد کړي دي.