ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ایران: د امریکا د بریدونو په غبرګون کې مو ۲۱ پوځي اډې په نښه کړي

د ایران سپاه پاسداران ویلي، چې دفاعي ځواکونو یې د ایران په خاوره کې پر ځینو اهدافو د امریکا د بریدونو په غبرګون کې د امریکا پر ۲۱ هوایي او سمندري اډو بریدونه کړي دي.

د ایران د ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې، په دغو بریدونو کې د F-35 جنګي الوتکو د ځای پر ځای کېدو مرکز په ګډون څلور مهم هدفونه له منځه وړل شوي دي.

راپور زیاتوي، چې د اردن په الازرق پوځي اډه کې د امریکا پوځ یو مهم مرکز هم په نښه او ویجاړ شوی دی.

په ورته وخت کې د ایران پوځ ویلي، چې د نن ورځې د بریدونو په لړۍ کې یې په بحرین کې د امریکا پوځي او سمندري اډې او همدارنګه د رادار ځینې سیسټمونه هم په نښه کړي دي.

بلخوا، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې تهران به د امریکا د بریدونو اصلي سرچینې، پوځي اډې او لوژستیکي تاسیسات په نښه کولو کې هېڅ راز ځنډ او یا هم محدودیت ونه مني.

د ایران او امریکا ترمنځ وروستیو پوځي نښتو په سیمه کې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ د لا پراخېدو احتمال لا هم شتون لري.