د افغانستان والیبال ملي فدراسیون له لوري د بدني روزنې په ورزشي جمنازیم کې د «کابل اتلولۍ جام» تر نامه لاندې د ۹ لوبډلو ترمنځ دیارلسم پړاو والیبال سیالۍ پیل شوې.
د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې د هېواد له بېلابېلو برخو څخه د والیبال نهه لوبډلې ګډون لري او سیالۍ د یاد ریاست په ۲۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې ترسره کېږي.
د سیالیو د پرانیستې په مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی رییس مولوي احمدالله وثیق، د یاد ریاست تخنیکي او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ، د کابل ولایت د بدني روزنې او ورزش رییس مولوي عتیقالله خالد او د ورزش ادارې او د والیبال ملي فدراسیون یو شمېر مسولینو ګډون کړی و.
د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کې سرې میاشتې لوبډلې سیالې ستورو کلب لوبډلې ته ۳ ـ ۰ ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې په خپل نوم کړه.
ټاکل شوې ده، چې دغه سیالۍ به یوه اوونۍ دوام وکړي.

