ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

افغان او ایراني چارواکو د کانونو په برخه کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او پروګرامونو مرستیال عبدالرحمن قانت، په کابل کې د ایران له سفیر علي‌رضا بیکدلي سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تخنیکي او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه‌اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او په ځانګړي ډول د افغانستان د کانونو د سپړنې، استخراج او پانګونې په برخو کې د همکاریو پر پراختیا بحث شوی دی.

د ایران سفیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د تخنیکي همکاریو د کمېټې په چوکاټ کې د شویو هوکړو پر عملي کېدو ټینګار کړی.