په کندهار کې د عالیقدر امیرالمؤمین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله تعالی په مشري د افغانستان د اسلامي امارت د وزیرانو شورا غونډه تر سره شوه.
په دې غونډه کې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د اسلامي امارت وزیرانو ته د خپلو مسولیتونو د ښه ترسره کولو، د شرعي نظام او د فرمانونو د ښه تطبیق، د خلکو سره د عدل کولو او د ستونزو د حل او په اخلاص سره د خدمت کولو په اړه اړینې لارښوونې وکړې.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی وویل:« د اسلامي نظام استحکام د دین په زده کړه سره راځي، کوښښ وکړئ خلکو ته دین ور زده کړئ، د دین مذاکره کوئ، ټول پر تقوی ودریږئ، له تقوی څخه مه اوړئ، تاسو به په عزیمت عمل کوئ او تواضع کوئ، خلکو ته دیني پوهاوی ورکړئ له بد اخلاقۍ او ناسمو افکارو او نظریو له تاثیره یې وساتئ، کوښښ وکړئ مذهب او عقیده ور وښایاست، خپلو منځونو کې امر بالمعروف او نهي عن المنکر کوئ، او د اسلامي امارت فرمانونه ښه مطالعه کوئ، په عملي کولو او تر خلکو پوري د رسولو پوره کوښښ وکړئ، اهمیت یې ورته بیان کړئ او خپله یې هم پوره اطاعت کوئ، کارونه مو درانه دي د الله پاک د فضل او احسان امید به ساتو، او په خپلو ټولو چارو کې د الله جل جلاله دین او مقدس شریعت د هرڅه لپاره اصل وګرځوئ».
نوموړي زیاته کړې، تاسو اوس د اسلامي نظام اعضاء او اراکین یاست، خپلو ماتحتو او خلکو ته دیني علم ور وښایاست، او صحیح عقیده ور زده کړئ، د اعمالو کمزوري د عقیدې د کمزورۍ څخه راځي، غرونو او صحراوو ته دیني علم ورسوئ، دیني علم احیاء کړئ، چې په دې سره اسلامي نظام مستحکم کیږي، کوښښ وکړئ علم تر هره ځایه ورسوئ او دین را ژوندی کړئ، خلک په دین، شریعت او په اسلامي نظام باندي پوه کړئ او پر ځانونو باندي ښه مراقبت وکړئ، پر خپل ماتحت باندي هم مراقبت وکړئ او باید دا کوښښ وکړو چې په خپل عمل باندي خلکو ته اسلام او دین بیان کړو.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی وویل، رسول الله صلی الله علیه وسلم خلکو ته دین په عمل سره بیاناوه، موږ هم باید دوی ته په عمل باندي دین وښیو، نن خلک زموږ په عمل باندي عمل کوي نو نېکبخته سړی هغه دی چې نور پرې نېکبخته شي.
نوموړي زیاته کړې، هره دوره تېرېدونکې ده موږ او تاسي باید کوښښ وکړو چې راتلونکو نسلونو ته ښه اصول، ښه لوایح، غوره تاریخ او اخلاق پریږدو.
په دې غونډه کې همداراز، د هېواد په تعلیمي چارو کې د ښو خدماتو وړاندې کولو، په اقتصادي او سیاسي برخو کې د لا پیاوړتیا لپاره اړین تصامیم ونیول شول.
د یادونې وړ ده، چې د تېرو شوراګانو پریکړې هم و ارزول شوې او اړوند مسولینو یې د ترسره کړو اجرأتو په اړه عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ته معلومات وړاندي کړل.
دغهراز په دې غونډه کې د یوشمېر اداري، اقتصادي او ټولنیزو موضوعاتو په اړه نظرونه شریک او لازم تصامیم ونیول شول.

