د پکتیا ولایت یوه اوسېدونکي حبیب الرحمن نوري د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر د مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي په شتون کې ملي موزیم ته یوه تاریخي توره وسپارله.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د معلوماتو له مخې، ښاغلي نوري ویلي چې یاده توره ورته له خپل نیکه څخه په میراث پاتې ده، چې د امیر حبیب الله خان ساتونکی و او د انګرېزانو پر ضد یې په جهادي مبارزو کې کارولې ده.
د نوموړي په وینا، دغه توره له سلو کلونو زیاته تاریخي مخینه لري او ملي موزیم ته د هغې د سپارلو موخه د تاریخي اثارو د ساتنې فرهنګ پیاوړتیا او د خلکو هڅول دي، ترڅو خپل ارزښتناک تاریخي اثار د خوندي ساتنې لپاره ملي موزیم ته وسپاري.
د کلتور او هنر مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي د تورې د سپارلو پر مهال له حبیب الرحمن نوري څخه مننه کړې او له هېوادوالو یې غوښتي، چې د تاریخي اثارو د راټولولو او ساتنې په برخه کې له اطلاعاتو او کلتور وزارت سره همکاري وکړي.
بلخوا، د ملي موزیم مسولینو ډاډ ورکړی، چې یاده توره د اسلامي دورې له تاریخي اثارو څخه ده او په موزیم کې به د یوه مهم تاریخي اثر په توګه په خوندي ډول وساتل شي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم حبیب الرحمن نوري ملي موزیم ته یوه تاریخي مجسمه سپارلې وه.

