ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د وزیر محمد اکبر خان پر غونډۍ “قُبة الصخری” ته ورته جوړ شوی مسجد ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د ښاغلي سراج الدین حقاني په سپارښتنه د ترکیې هېواد IDDEF بنسټ په مالي لګښت د وزير محمد اکبر خان پر غونډۍ د ملا محمد عمر رحمه الله او شيخ محمود افندي په نوم جوړ شوی مسجد ګټې اخيستنې ته و سپارل شو.

د یاد مسجد پرانیستې په موخه په جوړو شوو مراسمو کې د کورنيو چارو سرپرست وزیر ښاغلي خليفه سراج الدين حقاني په ګډون د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست محمد خالد حنفي، دا اطلاعاتو کلتور وزرات سرپرست ملا خیر الله خیر خواه، کابل ښاروال مولوي عبدالرشید، د اولمپیک کمیټې رییس احمدالله وثیق، د ترکیې هېواد IDDEF بنسټ استازو او اسلامي امارت ګڼ شمېر مسوولينو ګډون کړی وو.

د مسوولینو په وینا دغه مسجد په ۲۷۰ متره مربع ځمکه کې د ۱۲۰ زره امريکايي ډالرو په مالي لګښت قُبة الصخری ته په ورته بڼه جوړ شوی، چې پر يو وخت د ۳۵۰ تنه لمونځ کوونکو ظرفیت لري.

د کورنيو چارو سرپرست وزير ویلي، چې دغه مسجد د دې وزارت په وړاندیز له فلسطين او الاقصی سره د مسلمانو په ځانګړې توګه افغانانو بې کچې مينې درلودو په موخه د قُبة الصخری په بڼه رغول شوی دی.

ښاغلي حقاني پر الاقصی او مظلومو فلسطينيانو د يهودو ظلم او تېری و غنده او په وینا یې پر یادو مسلمانانو د ظلم او وحشت په موخه د نړۍ ټولو یهوادنو اشر کړی او د مسلمانو پر غم خفګان او همکاري یې اسلامي وجيبه و ګڼله.

دغه راز ښاغلي حقاني زیاته کړې؛ د دې مسجد افتتاح پر نېک فال نيسو ترڅو بيت المقدس کې مسلمانان بريالي او له غاصبو يهودانو څخه دخپلې خاورې آزادي ترلاسه کړي.

سرپرست وزير افغانستان سره د IDDEF موسسې له همکارۍ مننه وکړه او د ياد بنسټ له مسولينو يې و غوښتل، چې هېواد کې د جنګ جګړو له امله د ويجاړو شويو مساجدو او مدارسو بيا رغونې په برخه کې همکارۍ ته دوام ور کړي.

د IDDEF موسسې مشر شيخ محمد توران، مسجد الحرام، نبوي او اقصی مسجدونه د مسلمانانو مهم ارزښتونه و بلل او په وينا يې د دې مسجد افتتاح داسې مهال ترسره کيږي چې د اقصی اوسېدونکي د خپلې خاورې ترلاسه کولو په موخه سختې قربانۍ ور کوي.

نوموړي هیله وښوده چې د دې مسجد پرانیسته د اقصی مسجد د آزادی سبب و ګرځي او له هغوی سره د نړۍ مسلمانانو بې کچې مینې ښوودلو په موخه ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي.ده زیاته کړه د اسلامي امارت ترسيوري لاندې د نورو مساجدو او دارليتامونو جوړولو هوډ لري.