رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د امریکا د هوایي ځواک یوه «بي-۵۲» بم غورځونکې الوتکه د کالیفورنیا په سویل کې له «اډوارډ» هوایي اډې څخه د پورته کېدو پر مهال راغورځېدلې او د عملې ټول غړي چې ۸ تنه وو، وژل شوي.
د امریکا د هوایي ځواک چارواکو ویلي، چې دغې الوتکې یو ازمایښتي ماموریت تر سره کولو چې له ځمکې څخه تر پورته کېدو وروسته د هوایي ډګر په ځغاستلیکه کې رالوېدلې ده.

