د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېره ورځ(دوشنبه د غبرګولي ۲۶مه نېټه) د یوې پرېکړهلیک په تصویب سره په افغانستان کې د دې سازمان د مرستندویه پلاوي (یوناما) ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځاوه.
د دې پرېکړهلیک مسوده چې د چین له لوري وړاندې شوې وه، د شورا د ټولو ۱۵ غړو مثبتو رایو په ترلاسه کولو سره تصویب شوه.
دغهراز په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي، فو کونګ، له اړوندو هېوادونو غوښتي چې پر افغانستان لګېدلي یو اړخیز بندیزونه لرې کړي.
نوموړي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې هم د افغانستان د مرکزي بانک د کنګل شویو شتمنیو د آزادولو غوښتنه کړې ده.
فو کونګ همدارنګه د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د همکاریو د پراخېدو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

