د سېنېګال فوټبال ملي لوبډلې روزونکي پاپيتیاو د فوټبال نړیوال جام په رسنیز کنفرانس یو خبریال پوښتلی و، چې نن په نیوجرسي کې سخت باد رالوتی و او تاسو ته امنیتي پولیسو هم ویلي وو، چې له خپل استوګنځي به نه راوځئ؛ خو له خبرداري سره ـ سره بیا هم تاسو لمونځ اداکولو ته راوتي وئ ولې؟
پاپيتیاو په ځواب کې ویلي، چې تاسو له باده ویریږئ او موږ له هغه لوی خدایه ډاریږو، چې باد یې پیدا کړی دی.
تیاو دغه ډول پوښتنې د نورو په دیني عقایدو کې لاسوهنه بللې او زیاته کړې یې ده، که په دې ورځ د نړیوال جام پایلوبه هم وای، نو موږ به بیا هم خپل لمونځ ادا کړی و.

