ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه وشوه

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه تېره ورځ سه‌شنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۶مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې د اوو زونونو د واليانو له لوري پر وړاندې شویو موضوعاتو بحث وشو.

په یاده غونډه کې په هېواد کې د بې‌کارۍ کچې راکمولو، د اقتصادي پروژو د ښه او پر وخت تطبیق، د صادراتو او وارداتو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو، د خامو نفتي موادو د تصفیې، هېواد ته د واردېدونکو درملو د مجازو اقلامو د لیست د پراختیا، د صنعتي ساحو د نقشو د ژر ویزه کولو، د امارتي ځمکو د اجارې بهیر د تنظیم او همغږۍ، د صادرېدونکو غوښو د بیو د لوړوالي او د صادراتو پراختیا او یوشمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث وشو.

دغه‌راز د یادو موضوعاتو په اړه اړینې پرېکړې او تصامیم ونیول شول.