له اوږدو خبرو اترو وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د جګړې د پای ته رسولو هوکړهلیک لاسلیک کړی.
د راپورونو له مخې، دغه هوکړهلیک د تېرې یکشنبې په ورځ په برېښنايي بڼه د امریکا د ولسمشر مرستیال جي ډي وینس او د ایران د مذاکره کوونکي پلاوي مشر محمدباقر قالیباف له خوا لاسلیک شوی و، چې تازه د یاد هوکړه لیک د یادښت رسمي متن خپور شو.
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، امریکا او ایران پر لاندې مادو هوکړه کړې.
۱ماده: د لبنان په ګډون په ټولو جبهو کې د پوځي عملیاتو سمدستي او دایمي پای ته رسول.
۲ ماده: د یو بل حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی او د یو بل په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ډډه کول.
۳ ماده: د ۶۰ ورځو په اوږدو کې د مذاکراتو تر سره کول او وروستۍ هوکړې ته رسېدل.
۴ ماده: د امریکا لهخوا د سمندري کلابندۍ ختمول او د ټاکل شوي مهالوېش پر اساس د ایران له ګاونډ څخه د امریکایي ځواکونو وتل.
۵ ماده: د ایران لهخوا د فارس خلیج او هرمز تنګي څخه د سوداګریزو کښتیو خوندي تګ راتګ ته زمېنه برابرول او د کښتیو تګ راتګ برخه کې سیمهییزه همکاري تر سره کول.
۶ ماده: د ایران د بیارغونې او اقتصادي پراختیا لپاره د لږ تر لږه ۳۰۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د یوه پرېکنده او توافق شوي پلان چمتو کول.
۷ ماده: په تدریجي ډول د ایران پر وړاندې د ټولو بندیزونو لغوه کول په ځانګړي ډول د امریکا د اټومي پروګرام د قضیې اړوند بندیزونه.
۸ ماده: د ایران لهخوا د اټومي وسلو د نه ترلاسه کولو ژمنه او د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس تر څار لاندې د غني شویو موادو موضوع حلول.
۹ ماده: وروستي توافق پورې به ایران د خپل اټومي پروګرام اوسنی حالت ساتي او امریکا به نوي بندیزونه نهلګوي.
۱۰ماده: د ایران د خامو تېلو، تېلي محصولاتو په شمول د بانکي، بیمې، ټرانسپورټ او نورو خدماتو لپاره د معافیتونو صادرول.
۱۱ ماده: د ایران د کنګل شویو پیسو او شتمنیو په بشپړ ډول ازادول او په بشپړ ډول د کارونې وړ ګرځول.
۱۲ ماده: د تفاهم د یادښت د پلي کېدو او څارنې لپاره د یو اجراییوي میکانیزم رامنځته کول.
۱۳ ماده: وروستی توافق به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوه لازمي پرېکړهلیک له لارې تاییدېږي.
د امریکا او ایران ترمنځ د هوکړې د يادښت رسمي متن په داسې حال کې خپور شو، چې له دې وړاندې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي و، له اوږدو خبرو اترو وروسته یې پر یوې هوکړې موافقه کړې، څو د ایران د ملت حقونو ته د امریکا د درناوي عملي اراده و ازمویل شي.
پزشکیان زیاته کړې وه، که د دغې هوکړې ټول موارد په بشپړه توګه عملي شي، نو دا به د ایران لپاره یو ویاړلی سند وي.
هغه ټینګار کړی و، تر اوسه چې پر کومو مواردو هوکړه شوې، دا د جګړې درولو او د خبرو اترو بهیر د پیل لپاره یو مهم ګام دی، خو هېواد یې د ټولو احتمالي انتخابونو لپاره چمتو دی.

