ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

لغمان کې د ۴۹ ميليونه افغانیو په ارزښت د ۳۰ کیلو متره سړک د بيا رغونې چارې پیل شوې

د لغمان لایت په الینګار ولسوالۍ کې د WfPموسسې په مالی ملاتړ د ۴۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۳۰ کیلو متره سړک د جوړې دوو چارې پیل شوې.  په دغې پروژه کې د الينګار ولسوالۍ اړوند د ساو ۱۰ کيلو متره سړک، د سنګره درې ۸ کيلو متره او د کلمان ۱۲ کيلو متره سړک د بيا رغونې چارې پیل شوې.

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا رییس مولوي محمد ظاهر زرکمر وايي، چې په یادو درې واړه پروژو کې ۵۲۷ کسانو ته د کار زمينه برابره شوې او چارې به يې د ۹ مياشتو په موده کې پای ته ورسېږي.

ورته مهال د لغمان والي قاري زین العابدين عابد د يادو پروژو د کارونو په شروع کېدو د خوښي ترڅنګ د WFP  موسسې له مسولينو څخه د یادو پروژو د پلي کولو په پار مننه کړې.

ښاغلی عابد د لغمان ولايت ټولو ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې د دې ولایت د پرمختګ لپاره به شپه او ورځ هڅې وکړي، ترڅو دا ولايت په ټولو برخو کې لا پرمختګ وکړي.

د سیمې ځايي اوسېدونکو د منظور شویو پروژو په پلي کولو خوښي څرګنده کړې او د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه یې کړې ده.