ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

راشد خان په نړیوال کرېکټ کې ۴۵۰ ویکټې ترلاسه کړې

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې تکړه ورو توپ‌اچونکي راشد خان په نړیوالو سیالیو کې ۴۵۰ ویکټې بشپړې کړې.

 نوموړي دغه کارنامه په خپله ۲۳۷مه نړیواله لوبه کې ثبت کړه او لومړنی افغان لوبغاړی شو، چې په نړیوال کرېکټ کې ۴۵۰ ویکټې ترلاسه کوي.

راشد خان تر دې مهاله په ټېسټ سیالیو کې ۴۵، په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې ۲۱۲ او په شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې ۱۹۳ ویکټې ترلاسه کړې دي.