د کابل سیلو دولتي شرکت رییس مولوي نصرالله منصور وايي، چې په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان سیلوګانې د نه پاملرنې له امله غیرې فعاله وې؛ خو د اسلامي امارت په راتګ سره بېرته فعاله شوې دي.
نوموړی وايي، په تېر کال کې د کابل سیلو دولتي شرکت عواید ۳۳ میلیونه افغانۍ وو، خو د اسلامي امارت له راتګ څخه د روان کال د تلې تر میاشتې دغه شرکت ۶۱ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د منصور په وینا؛ د اټکل له مخې د روان لمریز کال تر پایه به د کابل سیلو عواید ۲۰۰ میلیونو ته لوړ شي.
ښاغلي منصور له دولتي ارګانونو او ادارو څخه غوښتي چې د دولتي عوایدو د زیاتوالي په موخه له دې شرکت سره همکاري او قرارداد وکړي.

په همدې حال د دولتي شرکتونو لوی رییس مولوي عبدالحمید اخندزاده د کابل سیلو دولتي شرکت د مسوولینو او کارکوونکو کړنې او فعالیتونه وستایل او هېوادوالو ته یې د دولتي شرکتونو له خوا د ښو او باکیفیته خدمتونو پر وړاسندې کولو ټینګار وکړ.
د کابل سیلو دولتي شرکت په ۱۳۳۵ لمریز کال تاسیس شو او اوسمهال پکې شاوخوا ۴۰۰ کسان په کار بوخت دي. دغه شرکت (د غنمو د زېرمو کولو، د اوړو د تولید او د ډوډۍ، ناشتا، کیک، روټ کلچې … د پخولو او وېشلو) په برخو کې فعالیت کوي.