ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په هرمز تنګي کې د څه باندې ۱۱ زره بندپاتې سمندري کارکوونکو د وېستلو عملیات پیل شول

د سمندري چارو نړیوال سازمان (IMO) ویلي، چې په هرمز تنګي کې د څه‌باندې ۱۱ زره بندپاتې سمندري کارکوونکو د وېستلو عملیات پیل شوي.

دغه سازمان په یوې بیانیه کې ویلي، چې د سمندري کارکوونکو د وېستلو دغه عملیات د ایران، عمان، خلیجي هېوادونو، امریکا او د سمندري ترانسپورټ صنعت په همکارۍ تر سره کېږي.

د یادونې وړ ده، چې دغه عملیات د هرمز تنګي له تړل کېدو او کلابندۍ وروسته، او د ایران او امریکا ترمنځ د هوکړه‌لیک له لاسلیک کېدو سره سم پیل شوي دي.