ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د دفاع وزارت پلاوي د ۲۱۷ عمري قول اردو د بېلابېلو څانګو ارزونه وکړه

د دفاع وزارت د سرمفتش مفتي لطیف الله حکیمي په مشرۍ یوه پلاوي د ۲۱۷ عمري قول اردو د لوژستیکي، تدارکاتي، مالي او تخنیکي چارو د ارزونې په موخه د یادې قول اردو له بېلابېلو څانګو څخه لیدنه او ارزونه کړې ده.

د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، په دغه پلاوي کې د اوپراسیون رییس مولوي نورالرحمن نصرت او د مالي او بودیجې ریاست مرستیال بشیر حمزه هم شامل وو.

پلاوي د اسنادو، ثبتونو، راپورونو او ساحوي فعالیتونو د ارزونې ترڅنګ د نافذه قوانینو، لوایحو، کړنلارو او هدایتونو د تطبیق څرنګوالی هم وڅېړه.

د ارزونې په پای کې پلاوي د چارو د لا ښه والي، د حساب ورکونې د پیاوړتیا، د سرچینو د اغېزمن مدیریت، د احتمالي نیمګړتیاوو د رفع کولو او د کاري ظرفیتونو د لوړولو لپاره اړینې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.

بلخوا د ۲۱۷ عمري قول اردو مسولینو د هر ډول همکارۍ او د غوره خدمتونو د وړاندې کولو ډاډ څرګند کړی دی.