د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په سعودي عربستان کې د چورلکې د نسکورېدو له امله د سعودي عربستان حکومت، خلکو او د پېښې د قربانیانو کورنیو ته خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د هېواد په ختیځ کې د سعودي عربستان د ملي تیلو شرکت (ارامکو) د چورلکې د نسکورېدو له امله ۱۴ کسانو خيل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د سعودي دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د پیښې لامل لا تر اوسه نه دی معلوم شوی، خو په اړه یې پلټنې پیل شوې دي.

