د غزې روغتیا وزارت ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د صهیونستي رژیم د بریدونو له امله په غزه کې درې فلسطینیان شهیدان او ۴۳ نور ټپیان شوي دي.
د الجزیرې د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر میاشتې له اوربند راهیسې د ثبت شویو شهیدانو شمېر یو زر او ۴۱ تنو او د ټپیانو شمېر ۳ زره او ۳۷۲ تنو ته رسېدلی دی.
همدارنګه، د نړېدلو ودانیو له کنډوالو څخه د ۷۸۶ کسانو جسدونه ایستل شوي، خو لا هم یو شمېر قربانیان تر کنډوالو لاندې پاتې دي، ځکه د ملکي دفاع ځواکونه دغو سیمو ته د لاسرسي امکان نه لري.

