د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت ویلي، چې د پاکستان پوځي رژيم د تېرې شپې په هوايي بمباریو کې د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې ۳۶ ولسي وګړي شهیدان او ۱۶۳ نور ټپیان شوي دي.
د نوموړي په وینا، د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ د مندوخیلو په کلي کې پر یوه ملکي کور د پاکستاني رژیم جیټ الوتکو د بمبارۍ له امله یو سپینږیری او یو ماشوم شهیدان شوي او د کور نور غړي ټپیان شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، وروسته چې د ژغورنې لپاره کلیوال راټول شول، پر هغوی دویم ځل هم بمباري وشوه، چې له امله یې ۲۸ تنه کلیوال شهیدان او ۱۵۸ نور ټپیان شول.
ښاغلي فطرت ویلي، د پکتیکا ولایت د ګیان ولسوالۍ د ولوست کلي پر یوه ملکي کور هم بمباري شوې، چې په پایله کې یې شپږ تنه، چې ډېری یې ښځې او ماشومان وو، شهیدان شوي دي.
د هغه په خبره، د کونړ ولایت د منورې ولسوالۍ د برولو په کلي کې هم د یوه ملکي وګړي کور بمبار شوی، چې ځاني تلفات نه لري، خو کور یې په بشپړ ډول ویجاړ شوی او مالي زیان ورته اوښتی دی.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند زیاته کړې، چې د دغو بریدونو له امله درې بابه کورونه هم په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

