د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس، ملا عبدالحق همکار د ماهیپر برېښنا تولید بند د لومړي توربین (جنراتور) رغونې پروژې له قراردادي شرکت رییس، ګنای کوسه، سره وکتل او د یادې پروژې د پرمختګ، تخنیکي چارو او اړوندو موضوعاتو په اړه یې هر اړخیزې خبرې وکړې.
د قراردادي شرکت رییس ویلي، چمتو دي، چې د ماهیپر برېښنا بند د لومړي توربین د تولید ظرفیت له ۲۲ مېګاواټو څخه ۲۶ مېګاواټو ته لوړ کړي.
دغه راز ښاغلي همکار ویلي، چې د ټوربین تولید ظرفیت لوړول یوه مهمه تخنیکي موضوع ده او په دې برخه کې به د ټولو تخنیکي اړخونو له هر اړخیزې ارزونې، دقیقې سنجونې او د اړوندو تخنیکي مسئولینو له تائید او موافقې وروسته لازم تصمیم ونیول شي.

