د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ټولچاری لوبغاړی محمد نبي عیساخېل په شپږیزه کرېکټ لیګ کې د ګډون په موخه نن دوشنبه سهار افغانستان ته راستون شو.
په سږني پړاو شپږیزه کرېکټ لیګ کې محمد نبي عیساخېل د مسعینک لوبډلې برخه دی.
د یادونې وړ ده، چې دغه سترې سیالۍ راتلونکې چهارشنبې په ورځ په خوست ولایت کې پیلیږي.

