ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ایران له امریکا سره په دوحه کې د ناستې په تړاو د ټرمپ ادعا رد کړه

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي په دوحه کې د ایران او امریکايي پلاویو ترمنځ د خبرو اترو په تړاو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا رد کړې او زیاته کړې یې ده چې له امریکا سره په راتلونکو ورځو کې هېڅ ډول لیدنه یا خبرې نه دي پلان شوي.

ښاغلي بقايي ویلي، چې ایران یوازې یو تخنیکي او متخصص پلاوی دوحې ته استوي، ترڅو د ایران د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو بهیر تعقیب کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ ادعا کړې چې د وروستیو متقابلو بریدونو وروسته ایراني چارواکو د خبرو غوښتنه کړې او ټاکل شوې د سې‌شنبې په ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ایراني او امریکایي چارواکو ترمنځ غونډه وشي.