د پانګونې بینالوزارتي کمېټې نوبتي غونډه تېره ورځ سهشنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په نهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې وشوه.
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، چې دې غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د مالیې وزارت اړوند پر ځمکه د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحې د ارزونې راپور وړاندې شو.
یاد معاونیت زیاته کړې، چې له ارزونې وروسته، طرحه د تایید وړ وبلل شوه. د دې طرحې له مخې به خصوصي سکټور د شاوخوا ۱۱۸ میلیون افغانیو په پانګونې سره شپږ پوړیز سوداګریز مارکېټ جوړ کړي، چې د اړتیا وړ اسانتیاوې به ولري.
دغهراز په دې غونډه کې د کابل ښار په پینځمه ناحیه او د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو پر طرحو هم بحث وشو. یادې طرحې اړوندو وزارتونو ته راجع شوې، څو یې په اړه څېړنه ترسره او راپورونه یې د پانګونې بینالوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

