دفاع وزارت ویلي، چې افغان هوایي ځواکونو تېره شپه د بلوچستان د پشين ضلعې د سرانانو په ساحه کې د داعشيانو او شر او فساد په ګډ مرکز هوایي ګوزارونه کړي.
بلخوا د خيبرپښتونخوا په قمبرخيلو ساحه کې د داعشيانو په يو مرکز او د چترال شاه سلیم درې اړوند ګرم چشمو سيمه کې د داعشيانو او شر اوفساد په يو بل ګډ مرکز د افغانستان د هوايي ځواک له لوري بريالي بريدونه وشول.
یاد وزارت زیاته کړې، چې له دغو مراکزو څخه په افغانستان کې د تخريبي کړنو او بریدونو لپاره ګټه اخیستل کیده او د هغو بمبارونو د کوردینات د مرکز په توګه کارېدل چې په افغانستان کې ملکي خلک په کې هدف وګرځیدل.
د لومړنيو معلوماتو له مخې په دې بريدونو کې داعشيانو او شر او فساد او د دوی حاميانو ته درانه ځاني تلفات او مالي زيانونه اوښتي او ملکي زیان نه لري.
د دفاع وزارت په وینا؛ د افغانستان هوايي دفاعي ځواکونه به هر هغه ځای چې د افغانستان د امنيت د اخلال لپاره استفاده ترې کیږي هدف وګرځوي.

