د افغانستان اسلامي امارت مرکزي ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد، په مشرۍ د امارتي ادارو د ویندویانو د همغږۍ غونډه تېره ورځ سهشنبه د چنګاښ په نهمه نېټه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رییس، مولوي نعیمالحق حقاني، د اسلامي امارت د ویاند دفتر مرستیالانو او د بېلابېلو امارتي ادارو ویندویانو ګډون کړی و.
مولوي ذبیحالله مجاهد د معلوماتو د شریکولو او پر وخت اطلاعرسونې په برخه کې د ویندویانو هڅې ستایلي او ټینګار یې کړی، چې د اطلاعرسونې بهیر باید لا پیاوړی او له رسنیو سره همغږي نوره هم پراخه شي.
نوموړي همداراز له ویندویانو غوښتي، چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز له نوښتونو، په ځانګړي ډول د «مطبوعاتو په هېنداره» پروګرام او د «پرمختګ» وېبپاڼې د بډاینې لپاره هر اړخیزه همکاري وکړي.
په غونډه کې د امارتي ادارو ویندویانو هم د اطلاعرسونې، مطبوعاتي او نشراتي چارو د ښه مدیریت په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړي دي.

