د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش له غړو هېوادونو غوښتي، چې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویې ادارې (انروا) د ملاتړ لپاره ۱۰۰ میلیونه ډالره بېړنۍ مالي مرسته برابره کړي.
ښاغلي ګوتېرېش خبرداری ورکړی، چې انروا د مالي سقوط له ګواښ سره مخ ده او که بېړنۍ مالي مرسته ورسره ونه شي، نور به د خپلو فعالیتونو د دوام توان ونه لري.
د یادونې وړ ده چې انروا په غزه، لبنان، اردن او سوریه کې شاوخوا ۲.۶ میلیونه فلسطینیانو ته بشري مرستې، ښوونیزې چوپړتیاوې، روغتیايي خدمتونه او د سرپناه اسانتیاوې برابروي.

