د اسلامي امارت ویاند، مولوي ذبیحالله مجاهد وایي، د امیرالمؤمنین حفظهالله د حکم له مخې لاندې ګومارنې شوې دي:
۱: د ۲۰۹ الفتح قول اردو د پخوانی مرستیال ملا عبدالوکیل منیب د ۲۱۹ عمر ثالث فرقې قوماندان په توګه.
۲: د ۲۱۹ عمر ثالث فرقې پخوانی قوماندان ملا عزیزالله حقیار د ۲۰۹ الفتح قول اردو مرستیال په توګه.
۳: د ۲۰۹ الفتح قول اردو د یوولسمې سرحدي لوا پخوانی قوماندان مولوي غلامالله د ۲۱۹ عمر ثالث فرقې مرستیال په توګه.
۴: د ۲۱۹ عمر ثالث فرقې د پخواني مرستیال قاري عبدالواصل نظري د ۲۰۹ الفتح قول اردو د یوولسمې سرحدي لوا قوماندان په توګه ټاکل شوي دي.

