د صنعت او کانونو د اوونۍ پینځم نړیوال نندارتون نن چهارشنبه، د ۱۴۰۵ هــ ش کال د چنګاښ ۱۰مه نیټه، په کابل کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د اسلامي امارت د چارواکو په ګډون پرانیستل شو.
د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د صنعت او کانونو اوونۍ پینځم نړیوال نندارتون د پرانیستې مراسمو کې ویلي، دغه نندارتون کې د کورنیو تولیداتو ننداره د افغانستان صنعتي ودې ښکارندویي کوي.
مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، د څو لسیزو جګړو افغانستان له هره پلوه زیانمن کړی او اسلامي امارت د جګړې اغېزو کمولو او د سوداګرۍ پراختیا هڅې کوي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، د عالیقدر امیرالمومنین حفظهالله د فرمان پر اساس د اسلامي امارت له لوري صنعتکارانو او سوداګرو ته ډېرې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
ښاغلي حنفي زیاته کړې: «نن ورځ افغانستان په ډېرو برخو کې ځان بسیاینې ته رسېدلی دی».
د ریاستالوزرا اداري مرستیال ویلي، اسلامي امارت له کورنیو او بهرنیو پانګوالو ملاتړ کوي، او هڅه کوي چې افغانستان پر یو صادراتي هېواد بدل کړي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت ډېر تمرکز پر دې دی، څو افغانستان له وارداتي څخه په صادراتي هېواد بدل کړي.
دغه راز ښاغلي حنفي ویلي، د صنعت کارانو ملاتړ لپاره یې شاوخوا ۲۵بېلابېلو برخو کې اسانتیاوې برابرې کړي، چې د صنعتي ځمکو وېش، د مالیاتو معافیت او نورې لازمې اسانتیاوې پکې شاملې دي.
د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په وینا، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره افغانستان په یو واحد او متحد هېواد بدل شوی دی.
ښاغلي حنفي همداراز د نشهيي توکو له منځه وړلو برخه کې د اسلامي امارت جدي او بریالۍ مبارزې ته په اشارې زیاته کړې، چې په افغانستان کې د نشهيي توکو کښت، تولید او قاچاق په بشپړه توګه له منځه تللی دی.
دغهراز نوموړي د نشهیي توکو پر وړاندې مبارزې او افغان بزګرانو ته د بدیل کښت د برابرولو په برخه کې د نړۍ پر نه همکارۍ نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې تر اوسه په دې برخه کې د نړۍ له لوري د پام وړ مرسته نه ده شوې.
د ریاستالوزرا اداري مرستیال ټینګار کړی، چې د هېواد په هېڅ سیمه کې هېچا ته د نشهيي توکو کښت اجازه نه ورکول کېږي.
ښاغلي حنفي همداراز په افغانستان کې د سراسري امنیت ټینګښت یوه ستره لاسته راوړنه بللې او زیاته کړې یې ده، چې اوس هېوادوال کولای شي په ډاډمنه فضا کې د افغانستان هرې سیمې ته سفر وکړي.
اداري مرستیال له پانګه والو غوښتي، چې د هېواد پر کانونو او نورو برخو پانګونه وکړي او له شته فرصتونو اعظمي استفاده وکړي.
دغهراز د چارو ادارې لوی رییس شیخ نورالحق انور ویلي، د اسلامي امارت پالیسي سازګاره ده، هم د افغانانو په ګټه او هم د بهرنیانو په خېر ده.
ښاغلي انور زیاته کړې، اسلامي امارت تل خپلې پالیسۍ ته ژمن پاتې شوی او په هره برخه کې سترې لاستهراوړنې لري.
همدارنګه په کابل کې د ایران سفیر عليرضا بیکدلي ویلي، هېواد یې د افغانستان د خپلواکۍ، پرمختګ او سوکالۍ په موخه د اسلامي امارت د هر مثبت ګام هرکلی او ملاتړ کوي.
ښاغلي بیکدلي زیاته کړې « د ایران او افغانستان اړیکې په رغنده لوري روانې دي، چې د دواړو هېوادونو او سیمې د همکاریو د پیاوړتیا لامل ګرځي».
ورته مهال د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد ویلي، اسلامي امارت د هېواد اقتصادي ثبات او ځان بسیاینې لپاره هڅې چټکې کړې دي.
ښاغلي زاهد زیاته کړې، د اقتصادي خپلواکۍ او په وارداتو د تکیې کمولو لپاره د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا برخه کې کوټلي ګامونه اخیستل شوي.
نوموړي د انرژۍ نشتون د اقتصادي پرمختګ پر وړاندې ستر خنډ بللی، خو دې برخه کې یې د ګڼو هوکړو لاسلیک ته په اشارې ویلي، تمه شته چې تر راتلونکو دوو کلونو به دا ستونزه تر ډیره حل شي.
دغهراز احمدالله زاهد هیله ښودلې، چې افغانستان به د خپل جغرافیایي موقعیت له کبله د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو مهم پل وګرځي.

