د افغانستان اسلامي امارت لوړپوړي غړي حافظ انس حقاني له پکتیا پوهنتون څخه لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د اسلامي امارت لوړپوړې غړي حافظ انس حقاني د پکتیا پوهنتون له رهبرۍ سره لیدنه کړې او د زرګونو محصلینو د علمي روزنې او لوړو زده کړو بهیر یې د ستاینې وړ بللی دی.
دغهراز نوموړي له محصلینو سره په لیدنه کې هغوی خپلو زده کړو، علمي پرمختګ او د هېواد د راتلونکي په جوړولو کې د خپل مسولیت ادا کولو ته هڅولي دي.

