د کابل والي ملا امینالله عبید د صنعت او کانونو اونۍ په مناسبت د افغانستان د پینځم ملي او نړیوال نندارتون څخه لیدنه کړې.
دغه نندارتون چې د کابل ښار په نړیوال نندارتون مرکز کې جوړ شوی، د هېواد د بېلابېلو برخو سلګونو صنعتکارانو، سوداګرو او پانګوالو پکې ګډون کړی او خپل تولیدات، صنعتي توکي او د کانونو اړوند محصولات یې نندارې ته وړاندې کړي دي.
ملا امینالله عبید د نندارتون د لیدنې پر مهال د کورنیو تولیداتو د ملاتړ، د صنعت د پیاوړتیا او د پانګونې د ودې پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، د هېواد اقتصادي پرمختګ د تولیدي ظرفیتونو په پراختیا، د صنعتکارانو په هڅونه او د پانګونې لپاره د مناسب چاپېریال په رامنځته کولو پورې تړاو لري.
نوموړي زیاته کړې، کورني تولیدات د هېواد د اقتصادي ثبات مهمه برخه ده او باید د کیفیت، نوښت او بازارموندنې له لارې لا پیاوړي شي، څو د خلکو اړتیاوې له کورنیو تولیداتو پوره او د بهرنیو وارداتو کچه راکمه شي.
ښاغلي عبید د صنعت کارانو او پانګوالو هڅې ستایلي او ډاډ یې ورکړي، چې د کابل ولایت مقام به د سوداګرو او تولیدوونکو د ملاتړ لپاره اړینې همکارۍ ترسره کوي.

