د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني د قطر دولت له سفیر ډاکټر مردف القاشوطي سره لیدنه کړې.
د کورنیو چارو وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان او قطر دولت ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر لا پراختیا، د سیمې پر وضعیت، د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د تعامل پر پیاوړتیا خبرې شوې دي.
خلیفه سراجالدین حقاني په دې اړه د قطر هېواد رغنده رول ستاینه کړې.
د یاد وزارت په وینا؛ همدا راز دواړو لوريو تر منځ د امنيتي همکاريو او د نشهیي توکو سره د مبارزې په اړه نظرونه شریک شوي دي.

