ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

افغانستان او جاپان د وقايوي پروژو او د پېښو مدیریت برخو کې د همکاریو پر زياتوالي ټینګار کړی

له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ادارې لوی رییس ملا نورالدین ترابي په افغانستان کې د جایکا (JICA) له رییس توساکا سوتا او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

له پېښو سره د مبارزې امادګۍ اداره وايي، چې دې لیدنه کې د پېښو د خطرونو د مدیریت، د وقایوي پروژو د پلي کولو، د اقلیمي بدلونونو د اغېزو کمولو او د ماین پاکۍ د پروګرامونو په اړه د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي.

ښاغلي ترابي د بشري مرستو او عام‌المنفعه فعالیتونو پر غیرسیاسي ماهیت د ټینګار ترڅنګ، له نړیوالو بنسټونو، همکارو موسسو او تمویلونکو غوښتي چې د بېړنیو مرستو سربېره، د وقایوي پروژو او د پېښو د خطرونو د کمولو په برخه کې لا ډېره پانګونه وکړي.

د جایکا رییس ویلي، د جاپان دولت او خلک تل د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دي او خپلو بشري او پراختیایي همکاریو ته به په بېلابېلو برخو کې دوام ورکړي.