د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په هغو مراسمو کې چې هېواد ته د حاجیانو وروستی کاروان د راستنېدو په مناسبت جوړ شوي و، ګډون او وینا وکړه.
په دې مراسمو د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ نورمحمد ثاقب هم ګډون درلود.
مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، د ډېرې خوښۍ ځای دی چې سږکال هم د تېرو کلونو په څېر ۳۰ زره افغان حاجیان د حج فریضې د مناسکو له بشپړولو وروسته هېواد ته راستانه شول.
دغهراز نوموړي په ښه توکه سږکال د حج پروسې د پایته رسېدو له امله د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ټولو د مسولینو، مجاهدینو، امنیتي مسولینو، د اریانا افغان او کام ایر هوایي شرکتونو مسولینو، د هوایي ډګرونو مسولینو او د سعودي عربستان دولت څخه حاجیانو ته د خدماتو او اسانتیاوو برابرولو له امله قدرداني وکړه.

