په تهران کې د افغانستان سفارت سرپرست مولوي فضل محمد حقاني د ایران اسلامي جمهوریت د عالي دېوان له رییس حجتالاسلام جعفر منتظري سره لیدنه کړې.
په تهران کې د افغانستان سفارت وایي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغان کډوالو په ستونزو، د زندانیانو پر وضعیت او افغان سوداګرو د بانکي حسابونو په تړل کېدو خبرې کړې او د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا یې ټینګار کړی دی.

