رویټرز خبري اژانس د سومالیې ولسمشر په حواله خبر ورکړی چې د هېواد پلازمېنه موګادیشو کې په دوو موټرونو کې د ځای پر ځای شویو بمونو د چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۰۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۳۰۰ نور ټپیان دي.
د رویټرز د راپور پر بنسټ، لومړۍ چاودنه د سومالیا پوهنې وزارت ته نیږدې شوې او دویمه چاودنه هغه مهال رامنځته شوې، چې خلک د پېښې له قربانیانو سره د مرستې په موخه راټول شوي وو.
