ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

خلیفه سراج الدین حقاني د ملګرو ملتونو سازمان له عالي کمېشنر سره لیدنه کړې

د کورنیو چارو وزیر خلیفه‌ سراج‌الدین حقاني د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له عالي کمېشنر برهم صالح او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

د کورنیو چارو وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې خلیفه‌ سراج‌الدین حقاني دکډوالو په لېږد کې د‌ ملګرو ملتونه د‌ عالي کمېشنرۍ له هڅو او همکارۍ مننه کړې.

بل لوري، د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر د کډوالو د ستونزو حل د راستنېدونکو افغانانو ملاتړ او د بشري مرستو برخه کې د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د همکاریو د دوام ډاډ ورکړی دی.