ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

افغان چارواکو او سوداګرو ته په استراخان نړيوال فورم کې د ګډون بلنه ورکړل شوې

په مسکو کې د اسلامي امارت لوی سفیر مولوي ګل حسن حسن د روسیې د سوداګرۍ او صنایعو خونې له استازو او د استراخان د «شمال–سویل» نړیوال ترانسپورتي دهلېز د فورم له مسولینو سره جلا جلا لیدنې کړي.

روسیه کې د افغانستان سفارت وایي، په دې لیدنو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو، اقتصادي او ترانسپورتي همکاریو پراختیا او د سوداګرو ترمنځ د مستقیمو اړیکو په اړه خبرې کړي.

یاد سفارت زیاتوي، دې لیدنو کې روسي لوري افغان چارواکو او سوداګرو ته د استراخان د «شمال–سویل» نړیوال فورم کې د ګډون بلنه ورکړی.

دغه راز په دې لیدنو کې په سیمه‌ییزو ترانسپورتي دهلېزونو کې د افغانستان پر فعال ګډون او د اقتصادي همکاریو د لا پراختیا پر اهمیت ټینګار شوی دی.