ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ټولګټو وزیر او د ترکمنستان سفیر لیدنه؛ د اوسپنې پټلۍ پروژو د پراخیتا په اړه خبرې شوي

د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني، په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره په لیدنه کې دواړو لوریو د ګډو اقتصادي، سوداګریزو او ترانسپورتي همکاریو او یو شمېر مهمو زېربنایي پروژو په اړه خبرې کړې دي.

د لیدنې په پیل کې ملا محمد عیسی ثاني، ښاغلي عوضوف ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، چې افغانستان او ترکمنستان یو له بل سره لرغونې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې لري او دغه‌راز د یاد هېواد له دوامداره همکاریو څخه یې مننه کړې.

د ټولګټو وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د تر کار لاندې پروژو، چې د اقینې–اندخوی د ۱۰ کیلومتره اوسپنې پټلۍ جوړول، د تورغونډۍ بندر پراختیا او د نویو تاسیساتو جوړول په کې شامل دي د کاري پرمختګ، د چارو د لا ښه والي، او همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د انتقالاتو د زیاتوالي په تړاو هر اړخیزې خبرې شوي دي.

دغه وزارت زیاته کړې، چې پای کې دواړو لوریو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او په ترانسپورټي او بنسټیزو پروژو کې د همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.