ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اسلام قلعه بندر د پراختيا تفصيلي پلان لاسلیک شو

د کور او ښار جوړولو وزیر، مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د هېواد د سرحدي بندرونو د منظمې ښاري پراختیا، سوداګریزو اسانتیاوو او د بنسټیزو زیربناوو د معیاري تنظیم په موخه، د هرات ولایت د اسلام ‌کلا ولسوالۍ د اسلام‌ کلا بندر تفصیلي پلان لاسلیک شو.

 د کور او ښار جوړولو وزارت وایي، یاد تفصیلي پلان د سیمې د اوسنیو او راتلونکو اړتیاوو، د نفوسو د ودې، سوداګریزو فعالیتونو، ترانسپورټي شبکو او ښاري پراختیاوو د تخنیکي مطالعاتو پر بنسټ ترتیب شوی، چې په کې د سړکونو شبکه، سوداګریزې او خدماتي سیمې، عامه تاسیسات، شنې ساحې، د ترانسپورټ اسانتیاوې، د اوبو ایستلو سیستم او نورې اړینې ښاري زیربناوې د نافذه معیارونو او اصولو له مخې د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري په پام کې نیول شوې دي.

 یاد وزارت زیاته کړې؛ د دغه تفصیلي پلان عملي کېدل به، د اسلام‌ کلا بندر د ښاري نظم په ټینګښت، د ځمکې د منظمې استفادې، د پانګونې د فرصتونو په پراختیا، د سوداګرۍ د بهیر په اسانتیا، د ترانسپورتي خدمتونو په ښه والي او د معیاري ښاري خدمتونو په وړاندې کولو کې مهم رول ولوبوي.