د ریاستالوزرا د اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې، د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ په ۱۸مه، د پروان ولایت د جبلالسراج ولسوالۍ د سمنټو د دویمې سترې تولیدي کارخونې د جوړولو عملي چارې پیل شوې.
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایتالله بدري، د امارتي شرکتونو لوی رییس مولوي احمد جان بلال، د پروان والي شیخ عزیزالرحمن منصور او د اسلامي امارت یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو ګډون کړی و.
د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د جبل السراج د سمنټو دویمې سترې تولیدي کارخونې د جوړولو عملي چارو د پرانیستي مراسمو کې ویلي، د دې کارخونې د سمنټو د تولید ظرفیت به په ۲۴ ساعتونو کې ۵زره ټنه وي.
د نوموړي په وینا، په دې کارخونو کې په نړیوالو معیارونو برابر سمنټ تولیدېږي، چې کولی شي اړوند برخه کې د هېواد لویه برخه اړتیاوي پوره کړي او په بهرنيو تولیداتو د افغانستان اتکا پای ته ورسوي.
ښاغلي حنفي زیاته کړې، دا کارخونه کولای شي د هېواد په صنعتي نقشه کې د شمالي ولایتونو، په ځانګړي ډول د پروان ولایت، ځای او اهمیت لا لوړ کړي.
ورته مهال د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي، افغانستان د طبعیي زېرمو، بشري منابعو او مناسب موقعیت په درلودلو سره د صنعتي پرمختګ لپاره پراخ امکانات لري.
دغهراز د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال دا پروژه د اقتصادي پرمختګ، صنعتي ودې او ځانبسیاینې لپاره مهمه بللې ده.
ملا عبدالغني برادر اخوند د جبل السراج د سمنټو د دویمې لویې تولیدي کارخونې جوړولو عملي چارو پرانیستې مراسمو کې زیاته کړې، اسلامي امارت په ټولو برخو کې د پانګوالو د پانګونې ملاتړ او هر کلی کوي.
ښاغلي برادر اخوند ویلي، د اسلامي امارت واکمنېدو سره په هېواد کې بشپړ امن ټینګ شوی، اداري فساد له منځه تللی او د هېواد په هره برخه کې پانګونې ته زمینه برابره شوې ده.
د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایتالله بدري ویلي، اوس مهال افغانستان کې د سمنټو تولیدي کارخونو شمېر نهو ته رسېدلی، چې په فعالیت سره به یې په ورځني توګه ۳۰ زره ټنه سمنټ تولید ولرو.
ښاغلي بدري زیاته کړې، افغانستان د سمنټو ترڅنګ د ګولسیخ او ګاډر برخه کې هم ځانبسیانې ته رسېدلی.
همدارنګه د پروان والي شیخ عزیزالرحمن ویلي، چې د یادې پروژې له پیل سره به په دې برخه کې د ځانبسیاینې پر لور یو بل ګام پورته شي.
ښاغلي منصور زیاته کړې، دا پروژه به د اقتصادي پرمختګ، صنعتي ودې او ځانبسیاینې د نوي فصل پیل وي.

