ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان او ملګرو ملتونو استازو په لیدنه کې د راستنېدونکو کډوالو ستونزې څېړل شوي

په دوحه کې د اسلامي امارت سفیر محمد سهیل شاهین د پنا غوښتنې په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر سره لیدنه کړې ده.

په قطر کې د افغانستان سفارت وایي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو له ایران او پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو لپاره د سرپناه، روغتیايي او ښوونیزو خدمتونو برابرولو او همدارنګه د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په اړه خبرې کړې ‌دي.

همدارنګه په دې لیدنه کې د هغو راستنو شویو کډوالو ستونزې او شکایتونه هم څېړل شوي، چې د دوی شتمنۍ او ملکیتونه په ناقانونه توګه ضبط شوي دي.

بل لور ته، برهم صالح د افغان کډوالو د ستونزو په اړه د خپلې خبرتیا په څرګندولو سره ډاډ ورکړی، چې د دغو ننګونو د حل او ورته د رسېدنې لپاره به هڅې وکړي.