ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان او هند د شرکتونو او پانګه والو ترمنځ د همکاریو زمينې پر برابرولو ټینګار شوی

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، هند ته د خپل رسمي سفر په دوام، د دغه هېواد د سوداګرۍ او صنایعو د خونو د فدراسیون «اف‌سي‌سي‌ای» له مسولینو سره لیدنه کې د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په برخو کې یې د اقتصادي همکاریو د پراختیا او د پانګونې د جلبولو په اړه خبرې کړې دي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وایي، چې ښاغلي عمري په دې لیدنه کې په افغانستان کې د پانګونې پراخ ظرفیتونه او شته فرصتونه تشریح کړي او د کرنې، بڼوالۍ، مالدارۍ، د کرنیزو محصولاتو د پروسس صنعت، د اوبو د سرچینو مدیریت، اوبو لګولو او د کرنیزو محصولاتو د ارزښت ځنځیر په برخو کې د شته امکاناتو په یادولو سره، له هندي پانګه‌والو او شرکتونو غوښتي، چې له دغو فرصتونو څخه ګټه واخلي او په یادو برخو کې پانګونه وکړي.

دغه‌راز مولوي عطاءالله عمري د افغانستان او هند ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي، د کرنې په سکټور کې پانګونه نه یوازې د تولیداتو د زیاتوالي، د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو او د خوړو د خوندیتوب د پیاوړتیا لامل ګرځي، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا او اقتصادي اړیکو د لا ټینګېدو لپاره هم اغېزناک رول لري.

ورته مهال د هند د سوداګرۍ او صنایعو د خونو د فدراسیون «اف‌سي‌سي‌ای» مسولینو په افغانستان کې د پانګونې له ظرفیتونو او فرصتونو هرکلی کړي او د کرنې، اوبو لګولو، مالدارۍ، خوړو صنایعو او نورو اړوندو برخو کې یې د همکاریو او پانګونې د فرصتونو د ارزونې او پراختیا لپاره خپل چمتووالی څرګند کړی دی.

دغه‌راز په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اقتصادي بنسټونو ترمنځ د همکاریو پر دوام، د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د ګډو غونډو پر جوړېدو او د افغانستان او هند د شرکتونو او پانګه‌والو ترمنځ د همکاریو د زمینې پر برابرولو ټینګار کړی، ترڅو د دواړو هېوادونو اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لا پراخې شي.

د یادونې وړ ده، چې دا لیدنه هند ته د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلاوي د رسمي سفر په چوکاټ کې ترسره شوې؛ چې موخه یې د دوه‌اړخیزو همکاریو پراختیا، د پانګونې جلبول، د تجربو تبادله او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په برخو کې د همکاریو پیاوړتیا ده.