ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ایران پر متحده عربي اماراتو، اردن او قطر هوایي بریدونه کړي

د ایران سپاه پاسداران اعلان کړی، چې د اردن په شهزاده حسن هوايي اډه کې یې د امریکا پوځي تاسیساتو پر لور څو توغندي توغولي دي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې د یادې اډې د قومندې او کنټرول یو مرکز ویجاړ شوی او د MQ-9 ډوله بې‌پیلوټه الوتکو د ساتنې ځای هم له منځه تللی دی.

دغه‌راز متحده عربي اماراتو اعلان کړی، چې د دغه هېواد هوايي دفاعي سیستم د ایران له لوري د توغندیزو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونو پر وړاندې د مقابلې په حال کې دی.

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، د متحده عربي اماراتو دفاع وزارت ویلي، هغه چاودنې چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې اورېدل شوې، د هوايي دفاعي سیستم د فعالیت او د ایراني توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د شنډولو له امله رامنځته شوې دي.

بل لور ته، د قطر دفاع وزارت اعلان کړی، چې د دغه هېواد هوايي دفاعي سیستم هغه توغندیز برید شنډ کړی چې د قطر پر لور شوی و.