ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان او ایران تر منځ د ټرانزيتي اړيکو پر پياوړتیا خبرې شوي

د هرات والي شیخ مولانا اسلام‌جار، د ایران د خراسان رضوي له والي سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ د پیاوړتیا او د دوغارون او اسلام‌کلا په سرحدي لارو کې د لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه ټلیفوني خبرې کړي دي.

د هرات ولایت مقام رسنیز دفتر وايي، په دې ټلیفوني خبرو کې دواړو لوریو د توکو د لېږد رالېږد په بهیر کې د اسانتیاوو پر زیاتوالي، د سوداګریزو لارو د ټرانزیټي ستونزو پر هواري او د سرحد دواړو غاړو د اړوندو ادارو ترمنځ پر لا زیاتې همغږۍ ټینګار کړی.

دغه‌راز یاد دفتر زیاته کړې، د هرات والي ویلي، چې اسلامي امارت د ایران سوداګرو او موټرچلوونکو ته اړینې اسانتیاوې برابرې کړې دي او زیاته کړې یې ده، چې چې ایران هم باید افغان موټرچلوونکو ته ورته اسانتیاوې برابرې کړي.

نوموړي د ترانسپورتي خنډونو د لا زیات لرې کولو او د دواړو غاړو ترمنځ د بار وړونکو موټرو د تګ راتګ د بهیر د چټکتیا غوښتنه کړې ده.

ورته مهال د خراسان رضوي والي د دوغارون او اسلام‌کلا له لارې د ټرانزیټي اړیکو د پیاوړتیا او د سوداګرۍ بهیر ښه‌والي لپاره د ګډې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې اسلامي امارت د ایران موټرچلوونکو لپاره ویزه او ردوپاس لغوه کړي، د سرحد دې غاړې شته خنډونه یې لرې کړي او اړینې اسانتیاوې یې برابرې کړې دي.

د هرات ولایت مقام رسنیز دفتر په وینا؛ همداراز هڅې روانې دي، څو د سرحد هغې غاړې ته هم دغه خنډونه لرې شي، ترڅو د اسلامي امارت او د ایران ترمنځ سوداګریزې او ټرانزیټي اړیکې لا پیاوړې شي.