د افغانستان اسلامي امارت د قطر د پخواني امیر، شیخ حمد بن خلیفه ال ثاني، د مړینې له امله د قطر له دولت، ولس او د نوموړي له کورنۍ سره خواخوږي څرګنده کړې ده.
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد، په یوه پیغام کې ویلي؛ اسلامي امارت په خواشینۍ سره د شیخ حمد بن خلیفه ال ثاني د مړینې خبر ترلاسه کړی او د قطر دولت، د هغه کورنۍ او د دغه هېواد خلکو ته خپله ژوره خواخوږي وړاندې کوي.
مجاهد زیاته کړې، اسلامي امارت د لوی الله تعالی له درباره د ارواښاد شیخ حمد بن خلیفه ال ثاني لپاره د جنت الفردوس او د هغه د کورنۍ، خپلوانو او ټولو خواخوږو لپاره د جمیل صبر او ستر اجر غوښتنه کوي.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، شیخ حمد بن خلیفه ال ثاني نن، یکشنبه د چنګاښ په ۲۱مه، د ۷۴ کلونو په عمر ومړ.

